وزیري: سرتېري به مخالفینو ته نور د یو لوېشت پرمختګ اجازه هم ورنه کړي

وزیري: سرتېري به مخالفینو ته نور د یو لوېشت پرمختګ اجازه هم ورنه کړي

د وسله وال پوځ لوی درستیز ډګر جنرال بسم الله وزیري ویلي، د خپلواکۍ د بېرته ګټلو نمانځل د ټولو افغانانو مسوولیت دی او باید په دې برخه کې جدي و اوسي.

هغه چې نن يې د خپلواکۍ د بېرته ګټلو سلمې کلیزې نمانځلو په مناسبت د سرتېري د غوره  انځور جوړې شوې ناستې ته وینا کوله وویأ، افغان پوځیانو روان کال کې د مخالفینو د ۱۱ زندانونو قلفونه مات کړي دي او لسګونه سرتېري او عام خلک یې ترې خوشې کړې دي.

نوموړي یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي او له جګړو دې لاس واخلي.

وزیري خبرداری ورکړی چې افغان سرتېري به مخالفینو ته نور ته یو لوېشت پرمختګ  اجازه هم ورنه کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.