وزیر او داوړ د هرېپور زندان ته لېږدول شوي

وزیر او داوړ د هرېپور زندان ته لېږدول شوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مخکښ غړي علي وزیر او محسن داوړ د پېښور له زندان هرېپور ته انتقال شوي دي.

خیبر پښتونخوا کې زیات شمېر خلکو د دغه کار پر وړاندې غبرګون ښودلی او د لاریون تابیا لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر زندان کې خپلو یو شمېر ملګرو ته ویلي، پاکستانیو ځواکونو غوښتل چې د خړ کمر پېښه کې دی هم ووژني، خو بریالي نه شول.

د خړ کمر پېښه کې ۱۴ پښتانه شهیدان شوي و او ګڼ شمېر نور ټپیان و.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ مشر دا حق لري چې د اسمبلۍ هر غړی په کوم تور کې ونيول شي، نو د هغه په حکم اسمبلۍ ته وړاندې کېدای شي، که څه هم اصف علي زرداري او نور خلک د هغه په حکم اسمبلۍ ته وړاندې شول خو محسن داوړ او علي وزير وړاندې نه شول. په دې اړه د قامي اسمبلۍ د مشر يوه ويډيو راغلې وه، چې هغه پکې ويلي و چې دی دا صلاحيت نه لري چې دا دواړه اسمبلۍ ته راوغواړي.

علي وزیر تر دې مخکې هم ویلي و چې زندان کې سخت شکنجه شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبرۍ ټینګار کړی چې تر مرګه به د خپلو حقونو اخېستو لپاره مبارزه کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.