وزیر: د نیولو پر مهال پوځ سخت شکنجه کړم

وزیر: د نیولو پر مهال پوځ سخت شکنجه کړم

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي د پاکستان پر پوځ تور پورې کړی دی چې د نیولو پر مهال یې سخت شکنجه کړی او سپکې سپورې يې ورته ویلي.

 

نوموړي له خپل مدافع وکیل سره د خبرو پر مهال ویلي، زندان کې له بد حالت سره مخ دی او سخت رټل کېږي.

 

مدافع وکیل ویلي، د علي وزير پر بدن د تشدد نښې وې اوله سر څخه تر پښو پورې د وهلو نښې يې پر بدن مالومېږي.

 

علي وزير هغه مهال د پوځ لخوا ونیول شو چې شمالي وزيرستان ته د پي ټي ايم په يو کاروان کې د يوې غونډي لپاره روان وو.

 

د علي  وزیر د نیولو پر مهال پاکستانیو پوځيانو د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو پر کاروان برید وکړ چې لږ تر لږه ۱۴ تنه په کې شهیدان شوي و او زیات شمېر نور ټپیان و.

Leave a Reply

Your email address will not be published.