وسله والود قومي مشرڅلورزامن وژلي

شاه ولي کوټپه كندهار كې وسله والو طالبانو د يوه قومي مشر څلور زامن وژلي دي. د كندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا درانى وايي چې وسله والو تيره شپه په شاه ولي كوټ ولسوالۍ كې د الكوزو د قومي مشر فتح خان په كور بريد كړى اود هغه څلور زامن يې وژلي دي.

هغه وايي فتح خان د دغه ولسوالې د زنګي كلي اوسيدونكى او د محمد داودخان په واكمنۍ كې د شاولي كوټ ولسوال په توګه دنده اجرا كړې ده. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. د سيمې اوسيدونكي وايي چې وسله والو څو ساعته د نوموړي مشر په كور جګړه وكړه او كله چې يې كور ونيو نو د قومي مشر څلور زامن يې ورته ووژل.

Leave a Reply

Your email address will not be published.