وسله والو دوه واكسيناتوران وتښتول

واكسيناتورانپه كندهار كې دوه واكسيناتوران تښتول شوي دي. د كندهار د عامې روغتيا رياست چارواكي وايي دا كسان تيره ورځ په ريګستان ولسوالې كې هغه وخت تښتول شوي چې د ګوزڼ په واكسينو بوخت وو. دا سرچينه وايي په تښتول شويو كې يو د كندهار د پنځو ولسواليو د پوليو د پروګرام مسول  محمد عيسى او بل د سيمې يو رضاكار دى.

د كندهارد پوليسو چارواكي وايي دا كسان د دوى له خبرولو پرته دغه سيمې ته تللي وو. د كندهار د امنيې قوماندان جنرال عبدالرازق وايي دا واكسيناتوران د پاكستان د بلوچستان ايالت د نوشكې د سيمې له لارې د كندهار د ريګستان ولسوالې ته تلل چې وسله والو ونيول او نامعلوم ځاى ته يې بوتلل.

جنرال عبدالرازق وايي له دې مخکې وسله والو له روغتیایي چارواكود ډیورنډ کرښې ته نږدې د ریګستان او نوشکي ترمنځ سیمه کې د روغتيايي کلنیک د جوړولو غوښتنه کړې وه، چې امنیتي مسئولینو رد کړه. لا تر اوسه وسله والو طالبانو پدې اړه څه  نه دي ویلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.