وسله والو په جلال آباد ښار كې يو تن وواژه

ننګرهارپه ننګرهار كې د ولاييتي شورا د يوه غړي جاويد زمان په كور ډزې شوې دي. له جلال آباده رپوټونه وايي چې په دې بريد كې يو تن وژل شوى دى.

خو د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږيانى وايي چې بريد د جاويد زمان په كور نه بلكې د هغه د كور مخې ته شوى او هغه كس چې په كې وژل شوى د نوموړي وكيل موټر چلوونكى و.

هغه وايي بريد ګر په تيښته بريالي شوي او تراوسه يې په تړاو څوك نه دي نيول شوي. ويل كيږي بريد ګر دوه تنه او په موټرسايكل تښتيدلي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.