وسله والو په ګرشك ولسوالې كې ډله ييز بريد كړى

ګرشك وسله والو نن سهار د هلمند د ګرشك ولسوالې كې په حكومتي تاسيساتو  وسله وال بريد وكړ.  د گرشک ولسوالۍ مسولين وايي چې وسله والو د ولسوالې ، امنيې قومانداني او  ملي امنيت په  ودانيو وسله وال بريد وكړ.

په هلمند كې او پراتيفي مسول عبدالجبار قهرمان وايي  وسله والو غوښتل چې د امنيې قوماندانۍ ته ننوزي خو درې وسله وال د امنيې قوماندانۍ په دروازه كې د امنيتي ځواكونو سره په نښته كې ووژل شول او درې نور د ولسوالې د ودانۍ شاته په يوه ملكي ودانۍ كې ځاى پرځاى شوي او جګړه كوي.

هغه وايي چې په دې جګړه تراوسه يو سرتيرى وژل شوى او سيمې ته ځانګړي ځواكونه هم رسيدلي دي. وسله والو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

طالبانو د بريد مسوليت پر غاړه اخيستی او ددغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ویاند وایي، لاهم ددوی ملګري له حکومتي ځواکونو سره په نښته بوخت دي. طالبانو ادعا كړې  چې ځینې برید کوونکي امنیه قومندانۍ او ورڅېرمه مرکز ته ننوتي او جګړه کوي، خو دا ادعا کومې بلې سرچینې نه ده تایید کړې.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.