وسله والو یاغیانو د غورماچ ولسوالي نیولې ده

وسله والو یاغیانو د غورماچ ولسوالي نیولې دهله فاریاب څخه ترلاسه شوي راپورونه په ډاګه کوي چې وسله والو یاغیانو تېره شپه د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالي له افغان ځواکونو نیولې ده.

په ولسي جرګه کې د فاریاب استازی نقیب الله فایق وايي، وسله والو غورماچ نیولې او زیات شمیر مهمات او وسلې یې هم ترلاسه کړې دي.

په فاریاب کې په وروستیو کې امنیتي‌ حالات ډېر ترینګلي شوي او طالبان هره ورځ په یوه ولسوالۍ بریدونه کوي.

تردې وړاندې طالبانو د ګرزیوان ولسوالي د یوې شپې لپاره نیولې وه، خو بیرته افغان ځواکونه سیمې ته ورسېدل او هغه ولسوالي‌یې بیرته ترخپل کنترول لاندې راوسته.

د فاریاب یو قومي‌ مشر او په پخواني حکومت کې د ولسمشر سلاکار نظرمحمد وايي، طالبان لاهم د ګرزیوان په اووه واړو تګابونو حاکم دي او یوازې د ولسوالۍ دولتي‌ تاسیسات له دولتي ځواکونو سره دي. نظر محمد ادعا کوي، چې په فاریاب کې د طالبانو یو درې زره کسیز کنډک له تېرو اتو کلونو فعال و او دولت هیڅکله دهغوی د ځپلو لپاره دقیق او موثر عملیات ونکړل.

دده په خبره اوس له غور، بادغیس او جوزجان څخه طالب جنګیالي‌ فاریاب ته ځي او ځینې ولسوالۍ یې په نښه کړې دي. دی په دولت غږ کوي، چې په فاریاب کې نمایشي نه بلکې هراړخیزه عملیات ترسره کړي او افغان سرتیري هلته دېره شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.