وسله والو یاغیانو په زابل کې بیا ۲۰ کسان تښتولي دي

د داعش ډلهنن سهار د کابل کندهار پرلویه لاره ناپېژانده وسله والو ۲۰ افغان مسافر نیولي دي. د زابل ولایت د پولیسو مرستیال غلام جیلاني فراهي وايي، سهار مهال وسله والو یاغیانو دکابل کندهار پرلویه لاره د شاجوی او قلات سیمو ترمنځ د مسافرو د سورلۍ موټر درولي او ۲۰ کسان یې له ځان سره وړي دي. فراهي وايي، نیول شوي اکثره هزاره وګړي دي، چې له غزني څخه کندهار ته په لاره وو.

تردې مهال کومې ډلې د انسان تښتونې ددې پېښې پړه نده منلې خو په وروستیو کې درې ورته پېښې د هغو طالبانو له خوا ترسره شوې چې له داعش سره تړاو لري. په زابل ولایت کې په وروستیو کې د طالبانو دوې مخالفې ډلې فعالیت لري، پخپل منځ کې هم جګړې کوي او یو زیات شمیر ازبک جنګیالي هم هلته له کورنیو سره ځای پرځای شوي، چې ویل کیږي ټول یې د داعش غړي دي.

څو ورځې وړاندې د داعش په نوم یو ډلې د تښتول شوو کسانو له ډلې اووه تنه یې ووژل چې یو ماشوم او نجلۍ او درې میرمنې هم پکې وې. تردې وړاندې داعش په نوم د وسله والو یاغیانو یوې ډلې په ننګرهار سرحدي ولسوالیو کې هم فعالیتونه پیل کړي وو، خو افغان امنیتي ځواکونو د څو ورځو پرلپسې عملیاتو په ترڅ هغوی له سیمې وشړل او اوس محدود شمیر جنګیالي په ځینو سیمو کې چې ددولت له ولکې دباندې دي، هلته پټ دي.

د سیمې خلک وايي، په زابل کې د جدي عملیاتو اړتیا ده ګني دا ولایت به د داعش په مرکز بدل شي او افغان دولت ته به لوی سرخوږی جوړ کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.