د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار وایی وسله والو مخالفینو ته دا وروستی فرصت دی چې ترې ګټه واخلي او د سولې لاره خپله کړي.
محمدحنیف اتمر چی نن یي په کابل کې د روسیې د لومړنی پوځي مرسته ترلاسه کوله ټینګار وکړ چې افغانستان د سولې په لاره کې تربل هروخت ډیر پیاوړي ګامونه اخیستي دی.
هغه وویل “د سولې هڅو ته به دوام ورکړو خو زموږ ملت باید په هر حالت کې د خپل ځان د دفاع لپاره تیار واوسي، که چیرې هغه کسان چې بیا هم جګړې ته دوام ورکوي، زموږ امنیتي ځواکونو له خپلو ټولو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې باید د ملت د دفاع لپاره تیار وي.”
روسیې له شاوخوا دوه نیمې لسیزې وروسته نن لس زره میله کلاشینکوف افغان حکومت ته وسپارل، چې په تیرو ۲۴ کلونو کې د دغه هیواد تر ټولو لویه پوځي مرسته شمیرل کیږي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر دا مرسته د افغان ځواکونو لپاره مهمه وګڼله او وې ویل، دا مرستې د افغانستان او روسیې تر منځ د امنیتي او دفاعي همکاریو د هوکړې پر بنسټ ترسره شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وویل، افغان امنیتي ځواکونه د درنو وسلو له کموالي سره مخ دي او افغان حکومت هڅه کوي تر څو دا تشه ډکه کړي.
د ښاغلي اتمر پر وینا، لا هم افغان امنیتي ځواکونه، جنګي الوتکو، توپونو، سپکو وسلو او کشفي او استخباراتي وسایلو ته اړتیا لري.
ښاغلي اتمر وویل، د افغان ځواکونو تجهیزول، په ځانګړې توګه د هوايي ځواکونو پیاوړتیا د حکومت په لومړیتوبونو کې ځای لري او په دې برخه کې د روسیې په ګډون د نورو مرستندویو هیوادونو سره د مرستو د ترلاسه کولو پر سر به خبرو اترو ته دوام ورکوي.
په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر منتیتسکي د دې مرستې د ورکولو پر مهال وویل، هیواد یې د یو خپلواک، بې پرې او له تروریزم او نشهيي توکو څخه د پاک افغانستان غوښتونکی دی.
هغه وویل، روسیه چمتو ده چې له افغانستان سره د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو په مسلکي روزنه کې مرسته وکړي او هغوی ته پوځي تجهیزات برابر کړي.
Leave a Reply