وسله وال په كندز كې فعال مركزونه لري

حمدالله دانشيد كندز ولايت سرپرست وايي وسله وال طالبان د دغه ولايت په ډيرو ولسواليو كې دځانمرګو بريد ګرو د زده كړې او روزنې مركزونه لري.  د كندز ولايت سرپرست حمدالله دانشي وايي چې وسله وال طالبان لا همدې د دې ولايت په ډيرو سيمو كې فعال دي.

هغه وايي امام صاحب يوه مهمه ولسوالي ده چې وسله وال طالبان په كې فعال حضور لري. هغه وايي پردې سربيره په چهار دره، ارچي او يو شمير نورو سيمو كې فعاليت لري. په همدې وخت كې د كندز  اوسيدونكي هم وايي چې وسله وال طالبان چې هر وخت وغواړي كولاى شي كندز ښار وګواښي. دا په داسې حال كې چې تراوسه هم هغه چاڼيز عمليات نه دي پيل كړي چې مخكې يې ملي دفاع وزارت ژمنه كړې وه چې په ټول ولايت كې به وسله وال ځپي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.