ولسمشرآلمان ته لاړ

ناټو کانفرانسولسمشر محمد اشرف غني د مونيخ په امنيتي كنفرانس كې د ګډون په موخه آلمان ته لاړ. په پام کې ده  ولسمشر غني په دې دوه ورځني سفر کې په ”مونیخ امنیتي کنفرانس“ کې د ګډون پرمهال د افغانستان د امنیتي مسایلو په اړه خبرې وکړي او د ګډون کوونکو هېوادونو د یو شمېر مشرانو سره وګوري.

په دې کنفرانس کې د نړۍ یو شمېر سیاسي رهبران او د نړیوالو سازمانونو مسوولین هم ګډون کوي او له ترهګري سره د مبارزې، د کډوالۍ ناورین، سیمه ییز ثبات، د ناټو راتلونکي او اقلیمي مسايلو په اړه بحث وكړي.

له ولسمشر سره په دې سفر كې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر او د ولسمشر ستر سلاکار محمد همایون قیومي ملتیا کوي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.