د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دندو، واکونو او تشکیل د قانون د تعدیلي طرحې د توشیح په موخه به ولسمشر په نږدي راتلونکي کې تقنیني فرمان صادر کړي.
تیره اونۍ کابینې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دندو، واکونو او تشکیل د قانون تعدیلي طرحه تصویب کړه.
د ولسمشر د ویاند مرستیال ظفرهاشمي وايي دا طرحه د ټولو بنسټونو او ملي شورا سره په مشوره ترتیب شوې ده.
ظفرهاشمي وايي: (د كابينې دا مصوبه د پروسس په حال كې ده ترڅو ولسمشر يې لاسليك كړي، دا طرحه له ملي شورا سره په مشوره جوړه شوې ده.)
په همدې وخت كې د مشرانو جرګې غړي چې په دې اړه يې د ولسمشر مخكينۍ فرمان رد كړ وايي دا ځل به دا طرحه تصويب كړي.
د مشرانو جرګې دوهم مرستيال عبدالله قرلق وايي: (د ولسمشر تقنيني فرمان به ملي شورا ته وړاندې شي. ولسمشر كولاى شي د ملي شورا د رخصتيو پروخت فرمان صادر كړي او دا ځل به دا فرمان تصويب شي.)
دا په داسي حال کې ده چې د ټاکنود خپلواکو کمیسیونونو لپاره د کمیشنرانو د غوراوي کمیټې دنده ځنډیدلې ده. تر دې مخکې ملي شورا د ټاکنو د اصلاحاتو په هکله د ولسمشر تقنیني فرمان رد کړ.
Leave a Reply