ولسمشرغني وايي داعش ماتې خوړلې

اشرف غنيد افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني چې د آلمان په مونشن ښار كې يې امنيتي كنفرانس ته خبرې كولې وويل داعش د افغانستان په ختيځ كې درنه مرګ ژوبله ليدلې او د ماتې په حال كې دى.

هغه دغه كنفرانس ته چې د جمعې په ورځ پيل شو وويل: (په تېره میاشت کې موږ د افغانستان په یوه  غرنۍ سیمه کې د داعش د راډیو په له منځه وړلو د دې ډلې غږ چوپ کړ، دوی په تېښته دي او  ۱۵۰ کسان یې له لاسه ورکړي خو تر دې ټولو ډېره هیله بښونکې دا ده چې۷۵۰ د افغان پوځ تقاعد شوې افسران او کمانډویان په یوه ورځ د داعش پر ضد د مبارزې لپاره ثبت  شوي.)

د امريكا پوځي چارواكي وايي داعش د افغانستان په ختيځ كې له زرو څخه تر درې زرو پورې ملاتړي لري او غواړي په ننګرهار كې ځان ته هډه جوړه كړي.

په دې وروستيو كې د نړيوالو ځواكونو په بريدونو كې په ننګرهار كې درنه مرګ ژوبله اوښتې او د دغه ډلې د راديو (خلافت غږ) په شمول يي د دوى د اړيكو د ټينګښت تاسياست له منځه وړي دي.

ولسمشر د افغانستان جګړه يوه سيمه ييزه  او نړيواله ستونزه ياده كړې او ويلي يي دي دا جګړه سيمه ييز او نړيوال عوامل لري. هغه وويل سيمه ييز او نړيوال كړكيچونه د دغه جګړې لوى لاملونه دي  او  په دې برخه كې  يې د چين، روسيې او پاكستان يادونه كړې ده. ولسمشر ټينګار كړى ترهغه چې د ترهګرۍ عوامل له منځه يونه وړل شي د دې پديدې پرضد هرډول هڅه به اغيزناك نه وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.