ولسمشرلاهم وياند نه لري

د ولسمشر د وياند له پاره دوه مرستيالان ټاكل شوي، خو بيا هم وياند په اړه څه نه دي ويل شوي . تر دې وړاندې سيد ظفرهاشمي هم د ولسمشر د وياند د مرستيال په توګه دنده اجراكوله چې وايي اوس هم د دې پست سرپرست دى.

BG1O4214 BG1O4218

د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وايي چې دواخان مينه پال او شاه حسين مرتضوي د ولسمشر د وياند د مرستيالانو په توګه ګومارل شوي دي.

د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې دوا خان مینه پال په ۱۳۵۹ ل کال په زابل کې زېږېدلی. تر لېسې پورې زده کړې یې په همدې ولایت کې کړې،په ۱۳۸۲ کال د کابل پوهنتون له حقوقو او سیاسي علومو پوهنځۍ څخه فارغ شوی، پنځه کاله یې د آزادۍ راډیو د خبریال او درې کاله د کندهار د اطلاعات او فرهنګ د ريیس په توګه دنده  اجراء کړې.  او وروستۍ دنده يې د عامه كتابتونو د رياست سرپرستي وه .

سرچينه وايي چې سيد شاه حسين مرتضوي په غزني كې زږيدلى ، د سياسي علومو او نړيوالو اړيكو زده كړې يې كړې، خو نه دي ويل شوي چې دا زده كړې يې چيرې كړي دي. د ولسمشر مطبوعاتي دفتر وايي چې مرتضوي د هشت صبح ورځپاڼې د مدير په توګه دنده جرا كړې او په ځينو كورسونو كې يې د خبريالۍ د استاد په توګه هم دنده اجرا كړې ده.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.