ولسمشره! ستا خندا به مې هیڅکله هیره نه شي

عطا نور او نادريد ډیرو لږو سیاستوالو په زوره (قهقه) خندا مې لیدلې  ښایی لامل یې داوي چې غواړي د یوې جدي څیرې په توګه پاتې او یا مشهور وي، د افغانستان یو شمیر سیاستوال هم همداسې دي، پخواني ولسمشر حامد کرزي به ډیر لږ خندل او که یې خندل هم نو یوازې مسکا به وه، هغه ډیر ځلې په ویناوو او نورو پیښو کې ژړلي، خو قهقه خندا یې نه ده کړې.

اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني چې په سیاست کې ځان ورته ډیر جدي ښکاري د ټاکنیز کمپاین پروخت د بلخ د همیشني والي (عطامحمد نور) په یوه خبره دومره وخندل چې ښایی د ډیرو په غوږونو کې یې اوس هم انګازې وي.

محمد اشرف غني ژمنه کړې وه چې دا واکمنې به پای ته رسوي او په افغانستان کې به یوه واکمني چلیږي، خو عطامحمد نور چې د شمال په ټولو اقتصادي سرچینو یې خیټه اچولې لاهم د شمال پاچا دی.

عطا نور د ايران سفارتولسمشر تراوسه نه ده روښانه کړې چې د عطامحمد نور د پاتې کیدو لامل څه دی، خو هغه څه چې ټول یې ګڼی د ده بې وسي ده ځکه عطامحمد نور په هیڅ هغو شرایطو برابر نه دی چې ولسمشر غني یې یادونه کړې او یا یې کوي.

د هیواد ټول والیان بدل رابدل او ځیني خو کورته ولیږل شول، خو عطامحمد نور لاهم د بلخ والي دی. که بل څوک د ولسمشر محمد اشرف غني پر ځای وای نو له شک پرته به یې دا ځل یوه اوږده او له چیغو ډکه ژړا کړې وای او اعتراف به یې کړی و چې هغه څه یې چې ویلي اوس یې نه شي عملي کولای.

عطامحمد نور یوازې والي او د جمعیت مشر نه دی بلکې په شمال کې د مافیا رهبري هم کوي، هغه د شمال ټول اقتصادي سرچینې خپلې کړې او له پوره لسو کلونو را په دیخوا د ده کسان د شمال په ټولو مهمو ادارو واکداري کوي.

عطامحمد نور ولې تراوسه هم د شمال پاچا پاتې شوی؟

ښایی ځواب یې له ولسمشر سره هم نه وي ځکه هغه نه کوم مسلکی او یا متخصص دی نه یې زده کړې کړې.

عطا نور او جان کمبلعطا محمد نور اوس د جمعیت تر ټولو مخکښ او لومړی کس دی ځکه هغه د پنجشیر امپراطوري د دې له پاره نه ده ړنګه کړې چې د جمعیت ګوند له دریځه خپله خبره په نورو ومني، بلکې هغه اوس د تاجکانو ترټولو محبوب تاجک رهبر ځان جوړ کړی، ډیر تاجیکان یې په ځان راټول کړي هغه څه چې تر ده وړاندې جهادي رهبرانو نه شوای کولای.

عطامحمد نور د تاجیکانو تر نورو  ټولو رهبرانو ښه معامله ګر هم دی هغه د خپلو ګټو په موخه چمتو دی چې له هر هیواد او هرې استخباراتي شبکې سره معامله وکړي ترڅو د دوی دوه طرفه ګټې خوندي کړي.

د بلخ پاچا یوازې مجاهد نه دی هغه که له یوې خوا د یوه جهادي تنظیم مشري کوی نو له بلې یې د  اوسني نسل د خپلولو له پاره چې له جهادي تنظیمونو سره جوړ نه دي هم لارې چارې سنجولې دي.

عطامحمد نور اوس د لیبیا د مشر معمر القذافي په رول کې راڅرګندیږي، هغه نور د جهادي سمڅو او  خیمو عطامحمد نه دی، بلکې اوس د کریملین تر رهبرانو ډیر عیش او نوش کوي.

عطا نورنوموړي د نوي کال د جشن په پلمه د کابل ګڼې ښکلې نجونې ورغوښتې او پوره یوه نیمه اونې د ده ځانګړې میلمنې دي، محفلونه دي، نڅاوې دي او نشې دي.

عجیبه خو داده چې ډیرې هغه په اصطلاح مدني فعالانې هم په دې میلمنو کې شامل دي چې تل یې د تنظیمونو او ډلو ټپلو پرضد شعارونه ورکړي، خو اوس د عطامحمد نور د محفل نقل دي او د میلمنو د مینه ماتي لوښي.

عطامحمد نور  نور هغه عطامحمد نه دی چې ږیره او ویښتان به یې تر خیټې اوږده وو، ځکه اوس یې اقتصادي ګټې اوږده ږیره او پکول نه شي تضمینولای.

عطامحمد نور اوس د بلخ نه بلکې د شمال پاچا دی، هسې پاچا چې د (اعلا سرقمندان) په خوله پیاز هم نه خوري. ولسمشر ته ښايی چې د وزګارتیا پروخت یوځل هغه لاپې هم وګوري چې خلکو ته یې کړې وې او که یې نه شي عملي کولای نو بیا دې په خپله بې وسې اعتراف وکړي، ځکه د غزني مرستیال والي محمد علي احمدي او د زابل ولایت مرستیال   محمد جان رسولیار د حقیقت په یوه وینا له دندو لیرې شول، خو عطامحمد نور چې هرڅه کوي نو کولای یې شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.