ولسمشر: دوستم مې د ټاکنیزې ډلې ملګری نه دی

ولسمشر محمد اشرف غني له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، برحاله لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم به یې راتلونکې ټاکنیزه ډله کې ملګری نه وي

غني مرکه کې پر افغانانو غږ کړی، چې راتلونکي ټاکنو کې يې ملاتړ وکړي

له دې وړاندې داسې راپورونه  ورکړل شوي و، چې ممکن جنرال دوستم یو ځل بیا د ولسمشر غني لومړۍ مرستیالۍ څوکۍ ته ودرېږي

ټاکنو کمېسیون ویلي، تر اوسه نږدې ۳۰ کسانو ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندۍ مالوماتي کڅوړې تر لاسه کړې دي

د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د نوملیکنې بهیر د جدي په لومړۍ نېټه پیل شو، چې دولس ورځې به دوام وکړي

Leave a Reply

Your email address will not be published.