ولسمشر اشرف غني وایې نړیوال دې د سولې په اړه خپل دریځ معلوم کړي

د کابل پروسې کنفرانس د ولسمشر اشرف غني په پرانیستونکې وینا پیل شو. ولسمشر غني په خپله وینا کې د سولې او ثبات پر ټینګښت ټینګار وکړ او د کنفرانس له ګډونکوونکو هېوادونو یې وغوښتل چې سیمې او افغانستان ته د ثبات د راتګ د څرنګوالي په اړه خپل نظرونه له افغان حکومت سره شریک کړي.
ولسمشر وویل، په لومړي سر کې باید دا خبره څرګنده شي، چې هېوادونه د افغانستان سولې ته څومره ژمن او څومره صادق دي. دده په وینا ددې وخت دی چې د سولې په برخه کې جدي شو. ولسمشر غني ټینګار وکړ، چې په سیمه کې د تل پاتې ثبات او پرمختګ یوازینۍ لار د سولې خبرې دي.
هغه پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې له دې فرصت په استفادې دې له افغان حکومت سره سوله وکړي، اساسي قانون دې ومني، وسله دې پر ځمکه کېږدي او له نورو ترهګرو ډلو سره دې اړیکې پرې کړي.
د ولسمشر په وینا که طالبان دغه وروستی فرصت له لاسه ورکړي، نو د افغانانو له نفرت سره به مخ شي. ولسمشر همدا راز له پاکستان، چې استازی یې په کنفرانس کې شته و، وغوښتل چې له افغان حکومت سره دې د همکارۍ او سولې په موخه خپله طرحه موږ ته وسپاري. دده په وینا افغان حکومت باید د پاکستان په غوښتنو پوه شي او وروسته د سیمه ییزې همکارۍ لپاره سره یو شي.
ولسمشر همدا راز زیاته کړه، افغان حکومت له طالبانو سره په هر هغه ځای کې د سولې خبرو ته حاضر دی، چې دوی وغواړي او د خبرو پایله په سوله تمامه شي. ولسمشر غني همدا راز وروستیو پېښو ته په اشارې ویلي، چې افغانستان په یوه پېچلې جګړه کې راګیر دی، له شلو بېلو ترهګرو ډلو سره مبارزه کوي او تر هغه چې نړیوال او د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د ثبات لپاره سره یو لاس نه شي دا جګړه پای ته نه شي رسېدلی.
هغه همدا راز زیاته کړه، چې د مانچستر او کابل بریدونو ته په پام ترهګر دا ښيي چې دوی هېڅ دین، مذهب او مرز نه پېژني نو اړتیا ده، چې ټول له دغه پدېدې سره د مبارزې لپاره سره یو لاس شي. ولسمشر په پای کې له ټولو ۲۵ ګډون کوونکو هېوادونو مننه وکړه، چې په دغه کنفرانس کې یې ګډون کړی دی او هیله یې څرګنده کړې چې ددغه کنفرانس پایلې مطلوبې او مثبتې وي. د ولسمشر په وینا د افغانستان ثبات، سوله او پرمختګ، د سیمې د پرمختګ، سولې او ثبات سبب ګرځي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.