ولسمشر: افغانستان به هېڅکله شاتګ ونه کړي

ولسمشر: افغانستان به هېڅکله شاتګ ونه کړي

ولسمشر محمد اشرف غني ملت د حکومت د حساب ورکړې په مناسبت خپور شوي ویډیو پیغام کې له رسنیو غوښتنه کړې چې د خپلو څېړنیزو راپورونه پر مټ دې د حکومت په کړنو او فعالیتونو راپورونه وکړي او تر ملته دې ورسوي.

 

هغه ویلي چې دیني علما، ملي شورا، مدني ټولنې، ځوانان او عام خلک کولای شي چې د حکومت له کړنو نظارت وکړي.

 

د ولسمشر په وینا، حساب ورکوونکی حکومت يې اساسي هدف دی او په دې برخه کې زیات کار کړی دی.

 

ولسمشر ټینګار کړی چې افغانستان به هېڅکله شاتګ ونه کړي، بلکې نور به هم پر مخ ځي.

د هېواد ولسمشر په ټینګار سره ویلي: چې تېرو څلور کلونو کې يې افغانستان سره د نورو هېوادونو د اړیکو ښه کېدو او د مرستو د جلب په هدف یې ۷۴ بهرني سفرونه کړي، چې پایله یې مثبته وه.

 

د هغه په خبره، ددې څلور کلونو په لړ کې يې ۶۹ ولایتي سفرونه ترسره کړي چې د خلکو ستونزې يې اورېدلي دي او یواځینی درد د ولسونو محرومیت دی.

 

هغه دا هم ویلي چې تېرو ۴ کلونو کې يې د هېواد قول اردوګانو ته ۳۰ سفرونه کړي چې له سرتېرو سره په لیدنه کې يې موندلې چې له هېواد، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي نوامیسو د دفاع په خاطر د هغوی روحیه ورځ تر بلې پیاوړې کېږي.

 

ولسمشر ټینګار کړی چې په اوسط ډول د ورځې له ۲۰۰ عامو خلکو او میاشت کې په اوسط ډول له ۵۰۰۰ خلکو سره ګوري چې د هغوی ستونزې او مشورې واورې.

 

ملت د حکومت د حساب ورکړې لړۍ نن پيل شوه چې تر اوسه یوازې مالیې وزارت خپل راپور ورکړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.