ولسمشر افغان ځواکونو ته: په مېړانه له خپلې خاورې دفاع ته دوام ورکړئ

ولسمشر افغان ځواکونو ته: په مېړانه له خپلې خاورې دفاع ته دوام ورکړئ

محور؛ دوشنبه، د زمري میاشتې ۲۲ مه:

ولسمشر محمد اشرف غني نن دفاع وزارت کې له امنیتي چارواکو او افغان سرتېرو سره کتلي دي.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر افغان پوځيانو ته خطاب کې ویلي، تاسې په خپلو وینو وطن پالئ او موږ ټول مو منندوی یوو

هغه ټینګار کړی چې زه پر تاسې له دې امله ویاړم چې شپه او ورځ د وطن ساتنه کوئ.

هغه زیاته کړه، ستاسې هڅې په ځانګړي ډول په تېره یوه میاشت کې د تصور وړ نه وې، ځکه تاسې په خپلو وینو دا وطن وګاټه او موږ ټول مو منندوی یوو.

ولسمشر غني د هیواد د امنیتي او دفاعي بنسټونو تر منځ د همغږۍ ستاینه کړې  او ویلي دی، تاسې د دښمن د حملو څلور څپې خنثی کړې، نو بناً تاسې د جګړې په ډګر کې بریالي یاست.

ښاغلي غني زیاته کړې، نن د افغانستان اسلامي جمهوري نظام ستاسې د سربازۍ او سرښندنې منندوی دی. تاسې د ولسي جرګې د ټاکنو امنیت په بریالي ډول ټینګ کړ او باوري یم چې د جمهوري ریاست د ټاکنو امنیت به هم په بریاليتوب سره تامین کړئ.

ولسمشر غني په ټینګار سره ویلي، چې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر راتلونکي به هیڅ راز معامله نه کېږي، دغه راز هغه توافقنامه چې په کې د افغانستان هویت او ملي اقتدار مصئون نه وي، د منلو وړ نه ده.

هغه زیاته کړې سوله شرطونه لري، خو د سولې د مذاکراتو لپاره قید او شرط نه لرو او زموږ امنیتي او دفاعي قواوې د معاملې وړ نه دي. د نظام ساتنه زموږ د هر فرد وظیفه ده، انفجار او انتحار په اسلام کې ځای نه لري.

جمهورئیس څرګنده کړه، د هیواد په درې واړو امنیتي او دفاعي بنسټونو کې پراخ اصلاحات راغلي او د ملي امنیت منسوبین ګمنام نه دي، بلکې هر یو یې حیثیت او شرافت لري او زموږ د ملت ویاړ او عزت دی.

 

ولسمشر ویلي، د افغانستان اسلامي جمهوریت او زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د نړۍ اساسي او قانوني شریکان او زموږ د هیوادوالو رسمي او مشروع استازي دي.

هغه زیاته کړه: موږ له امریکا او ناټو سره کوم نوی تړون نه لاسلیکوو، له امریکا، ناټو او د نړۍ ټولو هیوادونو سره مو ټول قراردادونه او ستراتېژیک تړونونه پر خپل ځای دي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل، تجهیر او روزنې لپاره به واضح بین المللي تعهد وجود ولري او د مشترکو منافعو خبره ده او د افغانستان او نړۍ د شریکو ګټو پر بنست به مخته ځو.

جمهوررئیس د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د امکاناتو او تجهیزاتو د برابرولو په اړه ډاډ ورکړ او وې ویل، د دې وطن زړورو بچیانو زرګونه کلونه د افغانستان ویاړلی بیرغ په ټوله نړۍ رپولی دی.

جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، افغانستان مخته ځي او شاتګ نه کوي. هغه زیاته کړه، تر هغې چې د سولې تړون د ملت له لورې تصویبېږي، د قوې استعمال زموږ د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو عمده وظیفه ده. زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه برحقه ده، ځکه د دې هیواد د ۳۵ میلیونو هیوادوالو د ساتنې په خاطر ترسره کېږي.

جمهوررئیس غني وویل، زموږ تصمیمونه آني او تر فشار لاندې نه وو، بلکې اصولي دي، ځکه د خدای تعالی او د افغانستان د ملت پر وړاندې مسوول یوو.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.