ولسمشر امنیتي ادارو ته امر کړی چې له خلکو دې د غیر قانوني وسلو را ټولول پیل کړي

ولسمشر غني امنیتي ادارو ته امر کړی، چې ژر تر ژره دې په کابل او نورو ښارونو کې له غیر مسوولو وسله والو وسلې راټولې کړي.
ولسمشر غني نن په ارګ کې د امنیتي ادارو له مشرانو سره په خبرو کې ویلي، چې د امنیت د لا ټینګښت لپاره دې هڅې ډېرې شي او په کابل ښار کې دې له غیر مسوولو وسله والو د وسلو د راټولو لپاره منظم پلان جوړ او تر هغه وروسته دې په دې اړه جدي اقدامات پیل شي.
په دې غونډه کې ولسمشر همدا راز امنیتي ادارو ته لارښوونه کړې چې د ښار د لا نظم او امنیت لپاره دې جدي اقدامات تر سره او په دې برخه کې دې اړینه همغږي رامنځ ته کړي. ولسمشر په کابل کې د غیر قانوني وسله والو موجودیت د ټولو ستونزو لامل بللی دی او دا مسله یې تر ټولو مهمه او جدي ګڼلې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.