ولسمشر محمد اشرف غني بیشکک ته له سفر وړاندې ارګ کې له زیات شمېر دیني علماوو سره کتلي دي.
هغه دیني علماوو ته د وینا پر مهال ویلي، زیاتره خوشې شوي طالب بندیان به د سولې سفیران شي او بیا به هېڅکله جنګ ته ور ونه ګرځي.
ولسمشر غني ډاډ څرګند کړی چې افغان حکومت تل د جګړې پر ځای د سوې غږ پورته کړی دی او مونږ هېڅکله جنګ نه غواړو.
جمهوررئیس له علماو غوښتي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د شفافو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره خپل غږ ورسوي او زیاته یې کړه، د فراه ولایت د کرنیزو محصولاتو ستونزې په اړه مې ملي تدارکاتو ادارې ته دنده سپارلې چې د دغه ولایت تولیدات د کندهار ولایت ۲۰۵ اتل، د هلمند ولایت ۲۱۵ میوند او د هرات ولایت ۲۰۷ ظفر قول اردوګانو ته وپېري.
Leave a Reply