ولسمشر دارالامان کې د اداري کمپلکس جوړېدو بنسټ ډبره کېښوده

ولسمشر دارالامان کې د اداري کمپلکس جوړېدو بنسټ ډبره کېښوده

ولسمشر محمد اشرف غني د کابل په دارالامان کې د اداري کمپلکس د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښوده.

 

هغه په دې مراسمو کې د وینا پر مهال ویلي، افغاني همت دا دی چې خپل تېر وختونه بیا ورغوو.

 

هغه ټینګار کړی چې له نن څخه سل کاله وړاندې د کابل چهاردهي خلکو خپلې ځمکې په وړیا ډول ستر غازي امان الله خان ته په واک کې ورکړي، دا دی نن يې ارمان پوره شو او دلته به لومړۍ درجه دولتي ودانۍ جوړېږي.

 

د ولسمشر په وینا، د دارالامان اداري کمپلکس په جوړېدو سره د افغانستان پلازمېنه بېرته خلکو ته سپارل کېږي.

 

د دارالامان اداري کمپلکس په جوړېدو سره به ټولې دولتي ادارې او وزارتونه هملته انتقال شي.

Top of Form

 

Top of Form

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.