د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي ولسمشر باید د ټاکنو په قوانینو کې د سمون په پلمه له خپل سرو فرمانونو ډه ډه وکړي. د دغه کمیسیون کمیشنر عزیز بختیار وايي د ولسمشر دغه ناقانونه فرمانونه به د هیواد ستونزې نورې هم زیاتې کړي. هغه وايي کمیسیون د ټاکنو په عملیاتي بهیر بوخت دی او حکومت باید لاسوهنه ونکړي.
د ټاکنیزو اصلاحاتو په لړ کې د حکومت د کړنو په اړه دا نسبتا تند غبرګون بلل کیږي. د غه کمیسیون په کابینه کې د ټاکنو د خپلواکو کمیسیونونو د دندو، واکونو او تشکیل د قانون د تعدیلي طرحې تصویب نا قانونه ګڼي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کمیشنر عزیز بختیار وايي هغه فرمانونه چې د قانون خلاف وي، د ولسمشر حیثیت ته ستونزې جوړوي. هغه وایي د ټاکنو قانون شته، دا غیر قانوني فرمان صادرول به د ولسمشر حیثیت ته ستونزې جوړې کړي.
هغه وایي د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو له پاره په چمتو والي بوخت دی، ولسمشر یوځل فرمان صادر کړ او رد شو نور نو اړتیا نشته چې بیا دا کار وکړي. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دغه غړی وايي په اوسنیو شرایطو کې د ټاکنو اړوند قوانین شته، او نورو فرمانونو ته د قانون له مخې اړتیا نه لیدل کیږي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د ټاکنو د اصلاحاتو لپاره په کابینه کې تصویب شوې تعدیلي طرحه به ډير ژر ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې توشیح کړي.
Leave a Reply