ولسمشر: د احمد شاه بابا عزت په مونږ واجب دی

ولسمشر: د احمد شاه بابا عزت په مونږ واجب دی

ولسمشر: د احمد شاه بابا عزت په مونږ واجب دی

 

ولسمشر محمد اشرف غني د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې، تېر ماښام له فراه ولایت کندهار ته تللی و.

 

هغه هلته د وروستیو سېلابونو له زیانمنو شویو کورنیو سره کتلي دي او هغوی سره د لسګونه میلیونه افغانیو د مرستې اعلان وکړ.

 

ولسمشر د کندهار قومي مشرانو ته په وینا کې وویل: د لوی احمد شاه بابا عزت کول پر افغانانو واجب دي او باید د تېر ویاړلي تاریخ درناوی وشي.

 

ښاغلي غني ټینګار کړی چې د لوی احمد شاه بابا کور به په اساسي ډول رغېږي او وروسته به ورته د پرمختګ د ملي ټاټوبي نوم ورکړل شي.

 

نوموړي همدا راز سیمه ییزو مسوولینو ته د کندهار د لا ښه امنیت تامین سپارښتنه کړې ده.

 

ولسمشر څو ورځې وړاندې کونړ ولایت ته د خپل سفر پر مهال ویلي و چې د لوی احمد شاه بابا له دورې تر حامد کرزي پورې واکمنان د زور له لارې واک ته رسېدلي دي.

د ولسمشر دغه خبرې د ځینو کسانو لخوا غلط برداشت شوې وې او پر هغه یې نیوکې کولې.

 

ارګ بیا ویلي چې ولسمشر چاته سپکاوی نه دی کړی، بلکې تېر تاریخ زمونږ ویاړ دی.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.