ولسمشر: د امریکا ـ طالبانو مذاکرات څارو او له ټولو جزیاتو يې خبر یم

ولسمشر: د امریکا ـ طالبانو مذاکرات څارو او له ټولو جزیاتو يې خبر یم

محور؛ پنجشنبه، د زمري میاشتې ۳۱ مه: ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه جریان کې دی او دغه بهیر په ټینګه څاري.

هغه چې تېر ماښام یې د دارالامان ماڼۍ د بیا رغېدو د پرانېستې مراسمو کې وینا کوله وویل، د سولې د بهیر په تړاو مونږ ځکه چوبتیا غوره کړې چې تر اوسه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ رسمي مذاکرات نه دي پیل شوي شوي او هر کله چې طالبان او امریکایان د سولې هوکړې ته ورسېدل، زه به ددې پروسې ټول جزییات له ملت سره شریک کړم.

د هغه په خبره، ټاکنې کېدونکې دي او د جمهوریت ساتلو لپاره رڼې ټاکنې خورا مهمې دي.

ولسمشر وايي، د دارالامان ماڼۍ له پرانېستې يې هدف دا نه دی چې زمونږ ملت ماڼۍ ته ضرورت لري، بلکې هدف دا دی چې زمونږ ملت که څومره هم فقیر شي، هویت نه خرڅوي.

د هغه په خبره، مونږ د تل پاتې دولت بنسټ ایښی دی او باور لرو چې دغه ملت به یې لا ټینګوي.

ولسمشر د خپلې وینا پر دوام وویل، یو شمېر کسانو د ننګرهار او کندهار ولایتونو تاریخي اثار غلا کړل او بیا یې پنجاب کې نندارې ته وړاندې کړل.

Leave a Reply

Your email address will not be published.