ولسمشر د انټر پول پولیسو سکرتر جنرال سره کتلي دي

ولسمشر د انټر پول پولیسو سکرتر جنرال سره کتلي دي

محور؛ چهارشنبه، د وږی میاشتې ۶ مه:

ولسمشر محمد اشرف غني د انټرپول پولیسو سکرتر جنرال یورګن سټاک سره کتلي او د ترورېزم د ګډو ګواښونو، د نشه یي توکو د تولید او قاچاق شبکو، پیسو وینځلو او د پیسو د غیر قانوني دوران په اړه یې بحث ورسره کړی دی.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د انټر پول پولیسو سکرتر جنرال کابل ښار کې د واده په مراسمو وروستی برید غندلی دی.

هغه ویلي، ترورېزم، د نشه یي توکو د قاچاق شبکې، پیسې وینځل او د غیر قانوني پیسو دوران، د ټولو هېوادونو لپاره ګډ خنډ او ګواښ دی. هغه ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به اړیکې تر پخوا زیاتې پراخې او د ترورېزم له شبکو، د نشه یي توکو قاچاق او پیسو وینځلو سره په مبارزه کې به ددې سازمان همکارۍ زیاتې شي.

د هغه په خبره، په یوه داسې پلان کار کوي چې پر اساس به یې د تعقیب په موخه، د سازمان شوو او تر سیمې هاخوا جرمونو، د نشه یي توکو د قاچاق شبکو او پیسو وینځلو په اړه اطلاعات د افغانستان له حکومت سره شریکېږي. هغه زیاته کړه، د دغو شبکو مالي سرچینې به تشخیص او لمنځه یوسي.

په همدې حال کې ولسمشر غني ویلي، ددې باوجود چې ترورېزم، د نشه یي توکو قاچاق او پیسې وینځل د نړۍ ټولو هېوادونو ته ورته او ګډ ګواښ دی، خو د نړۍ هېوادونه تر اوسه نه دي توانېدلي هغه ته یو واحد تعریف او ارزونه رامنځته کړي. هغه زیاته کړه، انټرپول سازمان باید د نړۍ هېوادونو ته د ګواښونو د تعریف او ارزونې واحده مرجع وي.

جمهوررئیس غني دې ته په اشارې چې ترورېزم، د نشه یي توکو د قاچاق شبکې او پیسې وینځل د سیمې په هیوادونو کې آزاد فعالیت لري وویل، ددې شبکو د فعالیت مخنیوی اړین دی او د دغو شبکو لمنځه وړلو لپاره باید نړیواله اجماع غښتلې شي. هغه زیاته کړه، انټرپول سازمان باید په دې برخه کې د همغږې کوونکې مرجع په توګه عمل وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.