ولسمشر: د بې ګناه وګړو د هر څاڅکي وینې غلچ اخلو

ولسمشر: د بې ګناه وګړو د هر څاڅکي وینې غلچ اخلو

محور؛ یکشنبه، د زمري میاشتې ۲۷ مه:

جمهور رییس محمد اشرف غني کابل کې د تېرې شپې برید غندلی دی.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې شپې ځانمرګي برید د هر اړخیزې څېړنې امر کړی دی.

خبرپاڼه کاږي، طالبان نه شي کولای ددې برید په غندلو ځانونه له ملامتۍ خلاص کړي، ځکه د ترهګرو فعالیت ته همدوی زمینه برابره کړې ده.

اعلامیه کې ویل شوي، افغان ځواکونه به د هر بې ګناه وګړي د هر څاڅکي غچ واخلي او د هېواد په هره سیمه کې به ترهګر وځپي.

ولسمشر همدا راز امنیتي ارګانونو ته ددې پېښې د  عاملینو د ځپلو امر کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، جمهور رییس د تېرې شپې برید په اړه ټولې غونډې لغوه کړې دي او د هېواد امنیتي وضعیت په تړاو به ځانګړې جلسه دایر کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.