د هېواد ولسمشر محمداشرف غني د سویلي اسیا لپاره د نړیوال بانک مرستیال هارتوګ شفر او د بین المللي مالي تامین ادارې مرستیالې مېرمن نینا ستویلجکویک سره کتلي دي.
کتنه چې په ارګ کې شوې ده، د سویلي اسیا لپاره د نړیوال بانک مرستیال او د بین المللي مالي تامین ادارې مرستیالې د دغو بنسټونو د نویو دفترونو د جوړولو او له افغانستان څخه د موثر ملاتړ لپاره د خپلو راتلونکو پروګرامونو په اړه بحث وکړ.
د هېواد جمهوررئیس هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د نړیوال بانک د دوامدار ملاتړ مننه وکړه او وې ویل، د نړیوال بانک او د بین المللي مالي موسسې د نویو دفترونو جوړېدل او پرانیستل له افغانستان سره د دغوبنسټونو ژور او اوږدمهاله تعهد ښیي.
Leave a Reply