ولسمشر: د زورواکو ښکرونه مې ور مات کړي دي

ولسمشر: د زورواکو ښکرونه مې ور مات کړي دي

محور؛ جمعه، د وږی میاشتې ۱ مه:

ولسمشر محمد اشرف غني هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال ویلي، هېواد کې يې د زورواکو او مافیاوو پلاسټیکي ښکرونه ور مات کړي دي.

هغه ټینګار کړی چې سوله د افغانانو غوښتنه ده خو ټاکنې به پر خپل وخت ترسره کېږي.

د ولسمشر په خبره، د افغان ځواکونو له برکته، د سیمې هېوادونو کې له قوي دریځه خبرې کوي.

ولسمشر وايي: اوس مهال د هراتیانو پر مخ د چابهار بندر، لاجوردو لار او تور غندۍ بند پرانیستي دي او هڅه کېږي چې نور فرصتونه هم برابر شي.

د هېواد ولسمشر ویلي، په تېرو لاسته راوړنو به هېڅکله معامله ونه کړي.

د هغه په وینا، داعش ډلې ته به اجازه ورنه کړل شي چې افغانان وګواښي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.