ولسمشر: د سرطان پر ضد مجادلې برخه کې باید واضح او مشخص اقدامات وکړو

ولسمشر: د سرطان پر ضد مجادلې برخه کې باید واضح او مشخص اقدامات وکړو

ولسمشر محمد اشرف  غني ویلي، کله چې د سرطان کلمه اورو، خپله هیله له لاسه ورکوو، نو باید دغه خنډ له منځه یوسو او پر دې پوه شو چې سرطان شته، زمونږ ژوند ګواښي او د مجادلې لپاره یې باید اساسي اقدامات وکړو.

 

هغه زیاته کړې له نهیلۍ څخه باید د اقدام لوري ته ورشو او د سرطان پر ضد مجادلې برخه کې واضح او مشخص اقدامات وکړو.

 

ولسمشر غني د سرطان د ناروغۍ پر ضد مبارزې برخه کې ګډ اقدامات اساسي اړتیا وبلله او وې ویل، درې کاله مخکې د سرطان د ناروغۍ ارقام مشخص نه وو، خو نن د لومړۍ مېرمنې د دفتر، د افغانستان د طبي عالي شورا او له سرطان سره د مبارزې بنسټونو د هڅو له برکته په دې برخه کې د عامه پوهاوي له نظره ښه کارونه شوي دي.

 

جمهوررئیس د روغتیا په برخه کې د افغانستان ستونزو ته په اشارې وویل: زمونږ ستونزه داده چې روغتون جوړوو خو د ماشینونو، روغتیایي پرسونل او نرسانو د تشکیل په برخه کې اقدامات نه کوو.

 

جمهوررئیس غني د دې په بیانولو سره چې د وقایوي طب په برخه کې ښه اقدامات شوي وویل، له سرطان سره مبارزه لګښت غواړي، اړتیا ده چې د تشخیص او درملنې د مرکزونو ترمنځ تفکیک وشي او د سرطان د ناروغۍ ډول ته په کتو اقدام وشي.

 

د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د مالیې وزارت دې د سږ کال په بودجه کې د سرطان د تشخیص مرکز ځای کړي او د ایکسرې او نورو ټولو طبي ماشینونو د برابرولو په برخه کې دې واضح ارزونه وکړي.

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.