ولسمشر: د سولې لپاره مو د قوي یووالي په تامین کار پیل کړی

ولسمشر: د سولې لپاره مو د قوي یووالي په تامین کار پیل کړی

ولسمشر محمد اشرف غني نن سه شنبه د کابینې په ناسته کې ویلي، افغان حکومت له تېرو دوو میاشتو راهېسې د خپل بهرني سیاست له لارې، په لویه کچه د سولې لپاره د قوي یووالي په ټینګښت کار پیل کړی دی.

ښاغلي زیاته کړې چې سوله او ټاکنې د یو بل بدیل نه شي کېدای او ټاکنې باید هرو مرو په خپل وخت ترسره شي.

هغه څرګنده کړې چې د سولې لار نقشه ورته مشورتي لویې جرګې ټاکلې ده او دوی په همدې دریځ مخ ته ځي.

ولسمشر غني ویلي چې د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د افغان حکومت دریځ د کمزورۍ او تکبر نه دی، مونږ له ټولو سره ښې او غوره اړیکې غواړو.

جمهور رییس غني د کابینې پر غړیو غږ کړی چې د ټاکنو لپاره خپل بې پرې والی وساتي او یوازې دې بهیر ته خدمات وړاندې کړي.

ولسمشر همدا راز ټینګار کړی چې افغان ځواکونو د وسله والو مخالفینو دوه پړاوه بریدونه له ناکامۍ سره مخ کړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.