ولسمشر د قربان حقجو طرحه رد کړه

له پانګونې څخه د ملاتړ اداره به د سوداګرې او صنایعو په وزارت پورې وتړل شي. یوې حکومتي سرچینې رسنیو ته ویلي چې دا هوکړه نن د اقتصادي شورا په غونډه کې شوې ده . سرچينه وايي چې ولسمشر اشرف غني، اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله، په خپله د ايسا ادارې مشر قربان حقجو او ځينو نورو چارواکو په کې ګډون درلود.

دا سرچینه وایی په افغانستان کې له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې (ايسا) په اړه دوه طرحې وړاندې شوې، چې يوه په خپله د ايسا ادارې له لوري  وه، چې په کې د يادې ادارې لپاره وړانديز شوى و، چې د يوه بوديجوي واحد په توګه وپېژندل شي.

د سرچينې په وينا، بله طرحې د سوداګرۍ وزارت له لوري وړاندې شوه، چې په کې وړانديز شوى و چې ياده اداره دې له دې وزارت سره مدغم شي.سرچینه  وايي، په پاى کې پرېکړه وشوه، چې د ايسا اداره دې له ياد وزارت سره يوځاى شي، خو د ايسا ادارې کارکوونکي او خدمات دې په تجارت وزارت پورې اړوند شي او د سوداګرۍ وزارت ته سپارښتنه وشوه، چې په دې اړه يو پلان جوړ کړي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.