ولسمشر د قطر وروستۍ ناستې برخه والو سره کتلي دي

ولسمشر د قطر وروستۍ ناستې برخه والو سره کتلي دي

ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام له هغه افغان پلاوي سره کتلي چې قطر کې يې له طالبانو سره پر ځینو موضوعاتو بحث کړی و.

ولسمشر پلاوي ته په خطاب کې ویلي، ستاسې ګډون یو ښه پیل وو او په خپلې استازولۍ مو له طالب لوري سره د افغان ملت برحقه غوښتنه مطرح کړه.

جمهوررئیس د دې په بیانولو سره چې مفاهمه مهمه ده او موږ په ټولو مرحلو کې مفاهمې ته اړتیا لرو وویل، د سولې د پرمختګ په برخه کې یواځینۍ معقوله لار دا ده چې طالبان په مستقیم ډول له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.

هغه څرګنده کړې چې مونږ مذاکراتو ته بشپړ چمتووالی لرو او سره له دې چې ستاسې پریکړه لیک اجباري نه دی، خو د افغانستان حکومت ورته درناوی لري.

جمهوررئیس ویلي، د معمول سره سم په مذاکراتو کې سخت او بحث پارونکي مسایل مطرح کېږي، خو د افغانستان حکومت به پایداره سولې او ثبات ته د رسېدو په خاطر خپلو هڅو ته دوام ورکړي

په همدې حال کې قطر ته تللي پلاوي ویلي، دوی هیله څرګنده کړه چې دغه ناسته به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مخامخ مذاکراتو د پیل ګام واوسي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.