ولسمشر د مشورتې لویې جرګې جوړېدو غوښتنه کړې

ولسمشر د مشورتې لویې جرګې جوړېدو غوښتنه کړې

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې بهیر بري لپاره به د حوت میاشتې په وروستیو کې د سولې مشورتي لویه جرګه جوړه کړي.

ولسمشر وايي غواړي د سولې په اړه له خلکو سره مشورې وکړي.

هغه ویلي چې د سولې مشورتي لویه جرګه کې به دی خپله کسان نه ټاکي.

ولسمشر ټینګار کړی چې زه د ټول افغانستان ولسمشر یم او د ټولو مشورو ته اړتیا لرم

د ولسمشر په خبره، د حمل میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې به د کابل پروسې درېیم کنفرانس جوړ شي او هلته به د تل پاتې سولې لپاره له خلکو سره لازمې مشورې کوي

ولسمشر د خپلې وینا پر مهال ویلي چې راتلونکې ټاکې به رڼې وي او په اړه یې د ټاکنو قانون کې تعدیل راوستی دی

د هېواد ولسمشر یو ځل بیا خبرداری ورکړ، چې غاصبین نور دلته ځای نه لري

هغه یو ځل بیا طالبانو ته وړاندیز کی چې کابل کې ورته دفتر ورکوي او امنیت یې ورته نیسي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.