ولسمشر: د موقت حکومت طرحه مُزخرفه ده

ولسمشر: د موقت حکومت طرحه مُزخرفه ده

ولسمشر محمد اشرف غني د ترکیې له ټي آر ټي ټلویزیون سره په تازه مرکه کې ویلي: د موقت حکومت طرحه بې مانا او مزخرفه ده.

د هغه په باور، هېڅ حکومت چې په ولسواکه توګه ټاکل شوی وي، د خپل انحلال حق نه لري.

ولسمشر ټینګار کړی چې د موقت حکومت د جوړېدو صلاحیت هېڅوک نه لري.

د هېواد ولسمشر د سولې پروسې ته په اشارې ویلي، د اروبند لپاره مونږ هڅې وکړې، اوربند ترسره شو، دا زمونږ نوښت و، په داسې حال کې چې د پخواني ولسمشر په وخت کې دا کار ناشونی و.

هغه د مرکې جریان کې طالبان ننګولي چې توب د هغوی په میدان کې دی، هغوی صلاحیت لري چې له سیاسي بهیر سره یو ځای کېږي او کنه؟

د ټي آر ټي خبریالې ددې پوښتنې په ځواب کې چې طالبان ولې له حکومت سره خبرې  او دلیل یې څه دی، ولسمشر ورته ویلي، دلیل یې ایډیولوژیک موضوعات، له اماراتو سره د هغوی ټولیز فکر او [له نورو سره] د طالبانو اړیکې دي. باید وویل چې موږ بریالیتوبونه هم لرو. په ۲۰۱۸ کال کې، موږ په ۴۰ کلونو کې په لومړي ځل وتوانېدو اوربند عملي کړو او هغه اوربند یوه ازموینه وه، چې په بشپړ ډول زموږ په کنټرول کې وه. د طالبانو لس زره کسان د هېواد له نورو خلکو سره یو ځای شول او تر اوربند وروسته هغوی په هېڅ صورت د جګړې بیا پیلېدو ته لېوالتیا نه لرله. له همدې امله باید د طالب جنګیالیو او رهبرانو ترمنځ یې توپیر وکړو، هغه موضوع چې د اوربند پر مهال په بشپړ ډول روښانه شوه. باید له دې هم انکار ونه کړو، چې د سولې ټول بهیرونه له پېچلتیاوو خالي نه وي او [مقاومت] او نه منل د سولې په بهیر کې نوې موضوع نه ده. باید ووایم، د سولې هدف چې موږ یې هڅه کوو، هماغسې چې مشورتي لویې جرګې موږ ته واک راکړی، هغه هدف دی چې ځان  مو ورته وقف کړی دی.

ولسمشر ټینګار کړی چې د سولې لپاره افغان حکومت ټولمنلی پلان لري، هغه ویلي، په پیل کې د سولې هغه پلان چې زه یې لرم، ټولشموله دی. په دوحه کې د خبرو په وروستي دور کې چې مدني ټولنې، ښځو، ځوانانو او د ټولنې بېلابېلو اقشارو په کې ګډون کړی وو، په خودجوشه، خو په څرګند ډول له «جمهوري نظام» څخه دفاع وشوه. کله چې د سیاسیونو په اړه خبرې کوو، هغه سیاسي ګوندونه مې هدف نه دی، چې ځانګړې ټاکنیزې حوزې لري.

نوموړي څرګنده کړې، چې د «خبرو» او «مذاکرې» ترمنځ باید توپیر وشي.  هغه څه چې په دوحه کې په وروستي دور کې وشول، خبرې وې نه مذاکره. دلته لازمه بولم چې له جرمني او د بایکا له بااعتباره مؤسسې مننه وکړم چې د دغو خبرو اسانتیاوې یې برابرې کړې. خبرې موږ ته د دې امکان برابروي چې یو بل وپېژنو. باید ووایم چې د دوحې وروستۍ غونډې له ګډونوالو سره مې دوه ساعته لیدنه لرله. دې غونډې ګډونوالو ته ډېری موارد روښانه کړل او د دې لامل شوه، چې د هغه تصویر ترمنځ تفاوت روښانه کړي چې دغو ګډ‌ونوالو وړاندې له طالبانو درلود او اوس یې لري. پایله دا ده چې د سختو او له جنجالونو ډکو چنو وهلو ته باید تیاری ونیسو.

ولسمشر د ټي ار ټي د خبریالې ددې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان ته سفر کې مو څه تر لاسه کړل وویل، لومړی، له لومړي وزیر عمران خان سره مې خبرې رغاونکې وې، په ځانګړي ډول کله چې هغه لوی درستیز، د استخباراتي ادارې (ISI) رئیس، د سوداګرو ټولنه او د کابینې څو تنه غړي په بحث کې شامل کړل. ما له هغوی څخه په مستقیم ډول سپینې پوښتنې وکړې او هغه ځوابونه چې ما غوښتل ترلاسه مې کړل.

لومړی، آیا په افغانستان کې د طالبانو په رهبرۍ د یوه حکومت موجودیت د پاکستان په ګټه دی؟ د دې پوښتنې ځواب «نه» دی. دویم، آیا په کابل کې یو لاسپوڅی حکومت به د پاکستان ملي ګټې تأمین کړي؟ هغوی وویل، امکان نه لري او داسې به نه وي. درېیم، آیا اتصال او دغه راز په افغانستان کې ثبات د دوی [پاکستان] په ګټه دی؟ ځواب «هو» دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.