ولسمشر: د ټاکنو شفافیت د حکومت لومړیتوب دی

ولسمشر: د ټاکنو شفافیت د حکومت لومړیتوب دی

ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام په کابل کې استوګن د اروپايي ټولنې هېوادونو سفیرانو سره کتلي دي.

 

کتنه کې دواړو خواوو، د ټاکنو پروسې، په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د ترسره شویو اصلاحاتو، د افغانستان په محوریت د کابل پروسې د راتلونکي کنفرانس، سولې پروسې او د هېواد د ټولو اقشارو د استازو په مشارکت د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو په اړه بحث او خبرې وشوې.

 

جمهوررئیس غني ټینګار وکړ، د ټاکنو د شفافیت تامین د حکومت لومړیتوب دی او په دې برخه کې لازم اقدامات شوي دي.

هغه زیاته کړه، د سولې له موافقتنامې وروسته د انکشافي برنامو په تطبیق کې د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو مشارکت د افغانستان لپاره ارزښتمن دی.

دغه راز د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو سفیرانو د ټاکنو او سولې پروسې په برخه کې د خپلو هېوادونو د همکاریو د چمتوالي ډاډ ورکړ او وې ویل، د سولې له موافقتنامې وروسته پر افغانستان جدي تمرکز کېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.