ولسمشر: ټاکنې به کېږي او پر خپل وخت به کېږي

ولسمشر: ټاکنې به کېږي او پر خپل وخت به کېږي

ولسمشر محمد اشرف غني نن د کابینې په ناسته کې ډاډ څرګند کړی چې راتلونکې جمهوري ریاست ټاکنې به پر خپل وخت سره ترسه کېږي.

هغه خوښي ښودلې چې افغان حکومت په لومړي ځل د ټاکنو د بودیجې زیاته برخه خپله ورکړې.

نوموړي څرګنده کړې چې مادي خنډ نه شی کولای د ټاکنو د ترسره کېدو مخه ونیسي.

ولسمشر زیاته کړې چې د ټاکنو د ترسره کېدو په جریان او د ټاکنو د پایلو تر اعلان پورې به د سولې پر بهیر جدي تمرکز وکړي.

هغه ویلي د سولې په هغې تګلارې به مخ ته ځي چې مشورتي لویه جرګه کې يې چوکاټ جوړ شوی و.

کابل کې د امریکا سفارت هم نن اعلان وکړ چې د ټاکنو له روان بهیر سره ۲۹ میلیونه ډالر مرسته کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.