ولسمشر د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي

ولسمشر د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن سهار کتلي دي.

قریشي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا او د باور فضا رامنځته کولو لپاره دغه هېواد ته د جمهوررئیس غني سفر ګټور بللی دی.

ولسمشر غني ویلي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو د ښه والي لپاره د سولې مشورتي لویې جرګې د استازو د اجماع او وړاندیز په اساس پاکستان ته راغلی یم.

جمهوررئیس ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان دوه اړخیزې اړیکې او مناسبات باید په متقابل درناوي او د دولت په دولت ترمنځ د اړیکو د اصل په اساس استواره وي. هغه وویل، هیله ده چې دا سفر به د افغانستان او پاکستان ملتونو ته مثبت پایلې ولري او همدارنګه به په سیمه ییزه همکاریو او اتصال کې د پاکستان فعاله رول وهڅوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.