ولسمشر: د کرکټ لوبغاړي هغه اتلان دي چې افغانستان ته یې عزت ورکړی

ولسمشر: د کرکټ لوبغاړي هغه اتلان دي چې افغانستان ته یې عزت ورکړی

ولسمشر محمد اشرف غني نن د انګلستان په منچسټر کې د کرکټ ملي لوبډلې له لوبغاړو سره کتلي دي.

 

غني د کرکټ ملي لوبډلې غړو ته په خطاب کې ویلي، تاسې هغه اتلان یاست، چې خپل هیواد ته مو عزت ورکړی او د خلکو پر وړاندې ځانګړی مقام لرئ.

 

ولسیمشر د هیواد د کرکټ ملي لوبډلې ته په نننۍ کتنه کې د برتانیې ملي لوبډلې سره په سیالۍ کې د بریا هیله کړې او زیاته کړې يې ده چې د ښه ځلېدو او بریا ترلاسه کولو په خاطر د لوبغالي دننه او بهر ستاسې اتحاد، اتفاق او همغږي ډېره مهمه ده او زه هیله من یم چې بیا هم د افغانستان د ملت لپاره ویاړ ترلاسه کړئ.

 

د کرکټ ملي لوبډلې له ولسمشر مننه کړې چې د دوی د لوبې نندارې ته ورغلی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.