ولسمشر: د کرکټ ملي لوبډله دې خپل یووالی وساتي

ولسمشر: د کرکټ ملي لوبډله دې خپل یووالی وساتي

ولسمشر  محمد اشرف غني نن ماښام د افغانستان د کرکټ بورډ له غړو سره کتلي او د افغانستان د کرکټ بورډ د وضعیت په اړه یې د هغوی ارزونه او راپور اورېدلی دی.

 

ښاغلي غني د هېواد د کرکټ ملي ټیم او د افغانستان کرکټ بورډ د هڅو د ستاینه کړې او ویلي دي، د کرکټ ملي ټیم تل د افغانستان لپاره لویې لاسته راوړنې او ویاړونه راوړي دي او د ملي ټیم بری د خلکو لپاره یوه مهمه موضوع ده.

 

هغه زیاته کړې چې کرکټ د خلکو ملي پانګه ده او د هغه د وضعیت د ښه والي لپاره باید پانګونه پرې وکړو.

 

ولسمشر په کرکټ بورډ کې ستونزو ته په اشارې وویل، د کرکټ بورډ تشکیلاتي ستونزې او اړتیاوې دې جدي وارزول شي او د رفع کېدو لپاره دې عاجل اقدامات وشي.

 

هغه زیاته څرګنده کړې، دا د بورډ مسئولیت دی چې د ټیم د ښه ځلېدو د هڅو ترڅنګ په ټیم کې نظم او اتحاد وساتل شي.

 

جمهور رئیس وویل، موږ د شل اوریزو نړیوال جام سیالۍ په مخکې لرو او په هغه کې د بریالي کېدو لپاره باید لازم تیاری ونیول شي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، کرکټ باید د یوې ملي پانګې په توګه سرتاسري شي او د ودې لپاره یې لنډمهاله او اوږدمهاله پروګرامونه ترتیب شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.