ولسمشر د کونړ د عامې روغتیا اداري ودانۍ پرانېسته

ولسمشر د کونړ د عامې روغتیا اداري ودانۍ پرانېسته

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د کنړ ولایت مرکز اسعد اباد ته له رسېدو وروسته  د دغه ولایت د عامې روغتیا اداري تعمیر پرانېست.

 

جمهوررئیس غني د یادې ودانۍ د پرانیستنې پر مهال ډاکټرانو ته د مبارکۍ ترڅنګ ویلي: عامې روغتیا وزارت ته مې لارښوونه کړې چې د تجهیز او د خدماتو د کیفیت په لوړولو تمرکز وکړي.

 

د کنړ ولایت د عامې روغتیا اداري ودانۍ چې د جمهوررئیس له خوا پرانیستل شوه او ګټې اخیستنې ته چمتو ده، له ۱۷ میلیونو څخه د زیاتو افغانیو په لګښت په معیاري ډول جوړه شوې.

 

دغه راز جمهوررئیس غني د کنړ ولایت ۲۰۰ بستریز روغتون او د انتظار خونې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.

 

جمهوررئیس د یاد روغتون د بنسټ ډبرې له اېښودلو وروسته وویل، دا د یو بنسټیز بدلون پیل دی او هیله لرم چې د دغه روغتون بېلابېلې برخې د کنړ د شخصیتونو په نوم ونومول شي.

 

د کنړ د ۲۰۰بستریز روغتون او انتظار خونو پر ودانیو ۳۶۰ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د افغانستان حکومت له بودجې ورکول کېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.