ولسمشر ننګرهار ته لاړ

محمد اشرف غني ننگرهارولسمشر محمد اشرف غني نن یکشنبه ننګرهارته لاړ. که څه هم په رسمي توګه ارګ په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي چې ولسمشر به په دغه سفر کې څه چارې سرته ورسوي، خو  په ننګرهار كۍ محلي چارواكي وايي چې هغه د خلكو د ستونزو د اوريدو په موخه دغه ولايت ته سفر كړى دى.

له ولسمشر سره په دې سفر كې د كورنيو چارو وزير نور الحق علومي او د مشرانو جرګې رييس او د ملي شورا يو شمير غړي هم دي. ښایي په دغه ولایت کې د داعش د پرمختګ، د ظاهر قدیر شخصي وسله والې ډلې جوړولو او یو شمېر نورو مسایلو اړ کړی وي چې په دې اړه له خلکو سره له نژدې وګوري.

په دې وروستیو کې د ننګرهار د شینوارو ولسوالې ګڼ شمیر اوسیدونکو له ولسمشر سره په ارګ کې ناستې هم درلودې او هغه ته یې د دغه ولایت په اړه یو لړ سپارښتنې هم کړي دي. نا تایید شوی رپوټونه وایي چې ولسمشر به د دغه ولایت په اړه نوي خبرې ولري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.