ولسمشر سبا پاکستان ته ځي

ولسمشر سبا پاکستان ته ځي

تمه ده چې د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني به سبا پنجشنبه پاکستان ته سفر وکړي.

 

ولسمشر پاکستان ته له سفر وړاندې تېر ماښام ارګ د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو، خبریالانو او ځینو نورو فعالینو سره کتلي دي.

 

پاکستان ته د ولسمشر د سفر موخه، د کابل ـ اسلام آباد د اړیکو ښه والی او د سیمه ییزې سوداګرۍ پراخوالی دی.

 

ولسمشر تر دې وړاندې لندن کې له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي وو، چې پاکستان اړ شوی چې اوس باید له افغانستان سره اړیکې ښې کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.