ولسمشر سرتېریو ته! ترهګر چې هر چېرې وي، محوه یې کړئ

ولسمشر سرتېریو ته! ترهګر چې هر چېرې وي، محوه یې کړئ

محور؛ سه شنبه، د زمري میاشتې ۲۹ مه:

ولسمشر محمد اشرف غني د کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو د سوق او ادارې له مرکز څخه لیدنه کړې ده.

هغه امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب کې ویلي، د سولې تامین پورې په ټول قوت له هر ډول تهدید سره مبارزه وکړئ

هغه ټینګار کړی چې د کابل امنیتي پلان د عملي کولو لپاره دې لازیاتې هڅې وشي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړې، د افغانستان د ملي پولیسو له هر پولیس، ساتنمن، افسر او منسوب څخه مننه کوم چې د خپلواکۍ د سلمې کالیزې جشن امنیت یې تامین او دغه جشن په مرکز او ولایتونو کې د امن په فضا کې جوړ شو.

ولسمشر ویلي، افغانستان د چا هدیه نه ده، دا وطن زرګونه کلونه د خپلو رښیتنو بچیانو په وینه ساتل شوی او تاسې د وسله وال پوځ منسوبین دا وطن د راتلونکو نسلونو لپاره امن کړئ.

د هیواد جمهوررئیس د سولې په اړه وویل، سوله د هیواد یوه اړتیا ده، خو د سولې تامین له متحدینو سره په تړونونو کې د تغییر لامل نه ګرځي.

جمهوررئیس غني د پولیسو منسوبینو ته په خطاب کې وویل، ستاسې رول د نړیوال امنیت لامل ګرځېدلی او موږ له چا څخه صدقه نه غواړو، دا زموږ حق دی. هغه زیاته کړه، د سولې له هوکړه لیک وروسته ستاسې تمویل، تجهیز، روزنه او ملاتړ دوام مومي.

جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، جمهوریت او زموږ امنیتي او دفاعي قواوې د معاملې وړ نه دي او د سولې پروسې رهبري زموږ سره ده او د دې برعکس مذاکرات له قید و شرط پرته وو، خو سوله په قید و شرط سره ده.

د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان څرګنده کړه، ستاسې په خاطر د سولې په مذاکراتو کې په قوي دریځ کې یوو او د سولې تامین پورې په ټول قوت سره جنګ ته دوام ورکړئ. هغه زیاته کړه، داعش او ټول تروریستان چې په هر ځای کې وي وځپئ، محوه او له منځه یې یوسئ او د خلکو په مرسته هغوی له خپلو غارونو څخه رابهر کړئ.

Leave a Reply

Your email address will not be published.