ولسمشر: سوله کې د امتیاز تر لاسه کولو په موخه جګړه شدت مومي

ولسمشر: سوله کې د امتیاز تر لاسه کولو په موخه جګړه شدت مومي

ولسمشر وايي، هر ځل د سولې له مطرح کېدو سره د امتیاز ترلاسه کولو لپاره جنګ شدت مومي، اما دا باید د وارخطایۍ لامل نشي.

 

هغه ټینګار کړی چې سږنی کال د پرمختګ، سولې او ولسواکۍ کال دی. نوموړي زیانه کړې، د افغانستان خلک او حکومت د خودکفایۍ او د اسیا په څلور لاره د افغانستان د بدلېدو واضح لیدلور لري او د رسنیو له استازو یې وغوښتل چې خودکفایي او متوازن پرمختګ باید په اساسي بحث بدل شي.

 

جمهوررئیس وویل، په عظیمه پانګه د افغانستان د موقعیت د بدلېدو له امله دا هیواد نور په وچه کې ایسار نه دی. موږ باید د اسیا د زړه په توګه په متحرک او مرتبط زړه بدل شو. هغه زیاته کړه، بهرنیو ته باید د پردیو نه، بلکې د همکار په سترګه وکتل شي، بهرنی سیاست او پالیسۍ باید عکس العملي او احساساتي نه، بلکې په هدفمندۍ او همکارۍ استوار وي.

 

جمهوررئیس غني سیاسي او اقتصادي خپلواکي  لازم او ملزوم وبللې او زیاته یې کړه، بهرنۍ مرستې د هوساینې لامل نه کېږي. هغه زیاته کړه، د اته نیم میلیارد ډالرو پانګونګې پروګرام تر لاس لاندې دی او په دې اړه د پیسو نړیوال صندوق سره مذاکرات جریان لري.

 

محمداشرف غني په ټینګار سره وویل، په دوه کالو کې باید عادي پروژې له ملي بودجې تمویل کړو. هغه زیاته کړه، د ملي خپلواکۍ د سلیزې او دري ادبیاتو د زریزې د نمانځنې پرمهال باید فرهنګي ارزښتونو ته له خپلواکۍ او انکشاف سره ارتباط ورکړل شي.

 

جمهوررئیس وویل، د سولې مشورتي لویه جرګه کې به د افغانستان د کلیو، ولسوالیو، ښاروالیو، ولایتونو او بېلابېلو اقشارو استازي د سولې په اړه خپل وړاندیزونه او مشورې شریک کړي او ولس د باعزته او تلپاتې سولې غوښتونکی دی.

 

جمهوررئیس غني وویل، د افغانستان او اسلامي هیوادونو د علماو د فتوا په اساس روان جنګ مذهبي استناد نه لري، نو د پایته رسېدو لپاره یې باید سیاسي حل لاره ولټول شي. هغه زیاته کړه، ملي وحدت زموږ ټولو قوت او بریا ده او بحثونه باید د اساسي قانون په چوکاټ کې رغاوونکي وي.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.