ولسمشر سويس ته ورسيد

اشرف غنيافغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سویس ته رسيدلى او سبا به د امریکا د ولسمشر له مرستیال جوبایډن او د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره ګوري.

سپينې ماڼۍ ويلي چې دغه مشران به په ځايي وخت یوولس بجې د داووس په انټرکانټینټل هوټل کې سره وګوري. روښانه نه ده چې د دوی د غونډې اصلي اجنډا به څه وي او پر کومو مسایلو به خبرې وکړي.

ټاکل شوې په دې غونډه  کې د نړۍ د مشهورو سوداګریزو شرکتونو مشران، پانګوال، مشهورې نړیوالې څېرې او حکومتي چارواکي ګډون وکړي.

اقتصادي نړیواله غونډه داسې مهال جوړيږي  چې په نړۍ کې د شتمنو او بې وزلو ترمنځ واټن ډیر شوی دی. د اکسفام د نړیوالې خیریه موسسې په وینا په نړۍ کې ۶۲ پانګوال د نړۍ له  نیمايي بې وزلو خلکو  ډېره پانګه لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.