ولسمشر: طالبانو ته کابل او کندهار کې دفتر ورکوم

ولسمشر: طالبانو ته کابل او کندهار کې دفتر ورکوم

 

د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني نن د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته سفر کړی و

 

ولسمشر وویل: زه نن د ننګرهار د ولسونو او په ځانګړي ډول د شینوارو او مومندو د مننې لپاره راغلی یم، چې یو ځل بیا یې د خپلو مېړنیو نیکونو په څېر د افغانستان شمله هسکه کړه. زه او ټول افغانان درباندې ویاړو.

 

جمهوررئیس څرګنده کړه، غواړم له همدې ځایه ټول افغانستان ته مبارکي ووایم هغه توره ورېځ او غبار چې خلکو فکر کاوه، خلاصی او ورکاوی نه لري، د ننګرهار د ولسونو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو او سرښندنو له برکته ورک شو.

 

هغه زیاته کړه، د ننګرهار د ولسونو اتلولي یوازې د ننګرهار نه، بلکې د ټول افغانستان لپاره ویاړ دی، ځکه چې ولسونه له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره اوږه په اوږه د دښمن پر وړاندې ودرېدل.

 

ولسمشر وویل: موږ سوله مکه معظمه کې غواړو، هغه خوږه ده که مسکو؟ ولس وایي مکې معمظې ته نه ولاړل او مسکو ته لاړل. هیله ده چې د ولس دې پوښتنې ته ځواب ووايي. هغه زیاته کړه، تلپاتې او باعزته سوله راتلونکې ده او زه تل حاضر یم چې دغسې سولې ته خپل سر نذرانه کړم.

 

د ولسمشر په وینا، هغوی چې وایي د سولې لپاره څوکۍ قرباني کړه، نو څوکۍ خو مې د پلار او نیکه جایداد نه، بلکې د ولس امانت دی او اختیار یې هم له ولس سره دی. هغه زیاته کړه، ځینې ګاونډیان وایي داسې افغانستان غواړو چې اشرف غني نه وي په کې، مګر دوی له اشرف غني نه، بلکې د هغه له مغزو او تدبیر وېره لري.

 

محمداشرف غني وویل، اوبه او جلغوزي یې د پلار او نیکه دي چې دعوه پرې کوي او که زموږ دي. هغه په ټینګار سره وویل، افغانان د عزت خلک دي د عزت ژوند او باعزته سوله غواړي، ځکه چې په باعزته سوله کې د ټولو ښېګڼه او عزت خوندي دی.

 

جمهوررئیس وویل، طالبان دې  د سولې د مذاکراتو لپاره کابل ته راشي، دفتر هم ورکوو او امنیت یې هم ساتو. د کوچني اختر د اوربند په څېر به دا هر څه سم مدیریت کړو. هغه زیاته کړه، موږ واحد ملت یوو او دا وطن کوم بهرني د قرارداد په اساس نه دی  جوړ کړی، دا زموږ نیکونو د خپلو وینو او سرښندنو په قېمت پاللی او ساتلی.

 

د هیواد جمهوررئیس وویل، په عمل کې مې ټولو ته ثابته کړه چې موږ د اسیا زړه او څلور لاره یوو. پخوا به یې چې تورخم بند کړ، نو په کابل کې به لړزه وه، خو که اوس یې موږ وتړو، نو اسلام اباد به ولړزېږي، مګر موږ دا کار ځکه نه کوو چې موږ د فصل نه، د وصل خلک یوو.

 

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، ولسمشري د ولس په رایه او اراده ده، څوک چې د ولس د خدمت تګلاره ونه لري، ولس به یې مننه وکړي، مګر رایه به ورنه کړي، د ولسواک نظام ښېګڼه همدا ده چې د ولس اراده او ثبات په کې دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.