ولسمشر: طالبانو په ننني برید وښوده چې د جګړې دوام غواړي

ولسمشر: طالبانو په ننني برید وښوده چې د جګړې دوام غواړي

ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې نننی ترهګریز برید  غندلی دی.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: جمهور رئیس غني د دې جنایتکاره عمل د سخت غندلو پرمهال وویل: د افغانستان حکومت د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړو پر اساس د سولې پروګرام پرمخ وړي، خو طالبانو د دې وحشي برید په ترسره کولو سره یو وار بیا د جګړې د دوام او پر ملکي وګړو د بریدپه اړه خپل شوم نیت وښوده.

خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر پاکستان ته په خپل وروستي سفر کې په افغانستان کې د سولې په ټینګښت او د جګړې په پایته رسولو کې د هغه هېواد پر همکاري ټینګار  وکړ او څرګنده یې کړه، چې د پاکستان اوطالبانو خپلمنځي اړیکو څخه باید په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره استفاده وشي.

خبر پاڼه کې وړاندې راغلي، جمهور رئیس ټینګار وکړ، تروریستي ډلې به له غیر مشروع او انساني ضد لارو څخه په استفادې شومو موخوته ونه رسېږي او د هېواد وسله‌وال ځواکونه به په هر ځای کې دا ورانکاري عناصر وځپي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.