ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي شهید عبیدالله بارکزي جنازې ته چې پرون په کندهار کې د تروریستي برید په پایله کې شهید شو، درناوی کړی دی.
جمهور رئیس په شهید محمد داوودخان روغتون کې د شهید بارکزي اروا ته د دعا پرمهال د لوی کندهار ولسونو، ملي شورا او ټولو افغانانو ته د عبیدالله بارکزي د شهادت له امله تسلیت ووایه. هغه زیاته کړه، ښاغلی عبیدالله بارکزی غښتلی انسان و، د هغه د ځوانیمرګ ځوی د غمشریکۍ لپاره مې چې ټلیفوني خبرې ورسره کولې، نو ماته یې ډاډ راکاوه.
ولسمشر د وطن د دفاع په برخه کې د ښاغلي بارکزي د کورنۍ سرښندنو ته په اشارې وویل، دوی په دې لاره کې ډېره قرباني ورکړې او یو ځوی یې اوس هم د ملي اردو په لیکو کې د هیواد دفاع او خدمت کوي. هغه د اتلانو له خټې جوړ و او نن ټول ورباندې غمجن یوو.
هغه ویلي د شهید بارکزي د وژلو پېښه به په هر اړخیزه څېړل کېږي او پایلې به یې له ولس سره شریکې کېږي.
وروسته جمهور رئیس غني د شهید عبیدالله بارکزي د جنازې د لېږد مراسمو کې چې د هېواد په درې رنګه بیرغ پوښلې وه او د تشریفاتو قطعې منسوبینو په خپلو اوږو لېږدوله، ملتیا وکړه.
Leave a Reply